د مورا په اړه

.مورا ښوونیز او تحصیلي کمپلکس په ۱۳۹۴ لمریز کال کې په کابل کې خپل فعالیت پیل کړ

لید لوری

مورا په افغانستان کې د ښځو اونجونو لپاره د تر ټولوغوره اولوی ښوونیز او تحصیلي بنسټ په توګه فعالیت کوي.

موخه

ولې باید مورا و ټاکئ؟

۱ – د مېرمنو لپاره د مېرمنو له لوري لومړنی ښوونیز او تحصیلي مرکزدی

مورا په افغانستان کې د مېرمنو لپاره لومړنی ښوونیز او تحصیلي مرکز دی، چې ټولې ښوونیزې، روزنیزې او اداري چارې یې د ښځو له لوري ترسره کېږي.

۲ – د ښوونې او تحصیل په بهیر کې د میرمنو ټولو اړتیاوو ته ځواب ویلی شي


مورا هغه ښوونیز او تحصیلي کمپلکس دی، چې د میرمنو لپاره یې د علمي ډګر ټول پړاوونه په غوره او معیاري ډول سره برابر کړي دي، مورا مجهز وړکتون، عالي لېسه، د روغتیایي برخو انسټیټیوټ او پوهنتون لري، چې په نږدې وختونو کې به خپل خدمتونه د ماسټرۍ ترکچې لوړ کړي


۳ – مورا د اوسیدلو د غوره چاپېریال او ډاډمن امنیت څخه برخمن دی

مورا د کابل په تر ټولو شنه او پراخه سیمه کې پروت هغه ښوونیز او تحصیلي کمپلکس دی، چې په ۲۲ جریبه ځمکه کې د شنو چمنونو، ډول ډول ونو، پاکې هوا، غوره تفریحي ځایونو او آرام امنیتي چاپېریال په درلودلو سره د درنو هېواد والو په چوپړ کې دی.

۴ – د زده کوونکو او محصلینو لپاره سوکاله او مجهزه لیلیه لري په مورا کمپلکس کې د ۹۶۰ تنو زده کوونکو او محصلینو لپاره د ژوند د ټولو آسانتیاوو په درلودلو سره

په مورا کمپلکس کې د ۹۶۰ تنو زده کوونکو او محصلینو لپاره د ژوند د ټولو آسانتیاوو په درلودلو سره مجهزه لیلیه جوړه شوې، ترڅو د لرې پرتو سیمو او ولایتونو نجونې او مېرمنې د هر ډول ستونزو څخه پرته په پوره امن او آرام چاپېریال کې خپلې زده کړې ترسره کړي.

۵ – مورا خپلو زده کوونکو او محصلینو ته غوره ترانسپورتې خدمتونه وړاندې کوي

په افغاني ټولنه کې د تللو او راتللو په برخه کې د مېرمنو ستونزو ته په کتوسره مورا ښوونیز او تحصیلي کمپلکس خپلو ټولو زده کوونکو، ښوونکو او کارکوونکو ته مجهز او غوره ترانسپورټي خدمتونه وړاندې کوي.

۶ – د روغتیایي برخې د زده کوونکو د عملي کار لپاره مجهز روغتون لري

په افغانستان کې د زده کوونکو پروړاندې له زده کړو وروسته د کاري تجربې نه درلوودل یوه لویه ستونزه ده، چې دغې ستونزو ته په کتوسره مورا ښوونیز او تحصیلي کمپلکس خپلو زده کوونکوته په عصري او غوره روغتیایي سامانونو مجهز روغتون په واک کې ورکړی، تر څو وکولی شي دنظري زده کړې ترڅنګ عملي زده کړې تر سره کړي.

د رئیس پیغام

ګرانو هېوادوالو! خوښ يم چې د يوه روزنيز، ښوونيز، علمي او روغتيايي بنسټ په رامنځ ته کولو د خپل ګران هېواد افغانستان د علم پال اولس په چوپړ کې يم. موږ د اسلام د مقدس دين او افغاني کلتوري ارزښتونو په رڼا کې، په هېواد کې د ټولو نافذو قوانينو په پيروۍ او له تعليم نه تفصیل

آیا تاسو مورا په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او تحصیل لپاره ترټولو غوره بنسټ بللی شئ؟

-

_______________________________________________