د رئیس پیغام

د رئیس پیغام

ګرانو هېوادوالو!
خوښ يم چې د يوه روزنيز، ښوونيز، علمي او روغتيايي بنسټ په رامنځ ته کولو د خپل ګران هېواد افغانستان د علم پال اولس په چوپړ کې يم. موږ د اسلام د مقدس دين او افغاني کلتوري ارزښتونو په رڼا کې، په هېواد کې د ټولو نافذو قوانينو په پيروۍ او له تعليم نه د ښځو تاريخي محروميتو ته په کتو د مورا په نوم ياد بنسټ رامنځ ته کړ ترڅو وکولى شو د ښځو د تعليمي کچې د لوړولو او زده کړو ته د ښځو د لاسرسي د زياتولو په لاره کې کار وکړو. مورا د ښځو د اړتياوو او په تعليمي برخو کې د ټولنيزو  ستونزو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د ښځو لپاره د ښځو په واسطه د زده کړو زمينه برابروي. په پاى کې هيله مند يم د دغه علمي بنسټ په واسطه وکولى شو پهذټولنه کې د بېسوادۍ کچه را کمه کړو او د ښځو د تعليم د کچې د لوړولو په برخه کې رغنده رول ولوبوو.

په درنښت
پوهنمل عزيزالله امير
دمورا ښوونيز او روزنيز مرکز مشر