د مور ورځ

د مور ورځ

هره ورځ د مور ورځ ده، خپلو میندو ته په درناوي او مینې ورکولو سره دا ورځ نمانځلی شئ!

مورا تعلیمي او تحصیلي کمپلکس د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په نهمه نېټه دا ورځ ونماځله او خپل زده کوونکي، محصلان او د دوی درنې میندی یې په یوې صمیمي او له مینې ډکې فضا کې سره راټول کړل.

د مور مقام ته شعرونه، ترانې، مقالې، ویناوې، د دوی د مهربانۍ او عاطفې په اړه د ماشومانو له خوا تمثیلي پارچې، د دغې ورځې په مناسبت د مورا تعلیمي او تحصیلي کمپلیکس د زده کوونکو او محصلانو د لاسي کارونو ننداتون، میندو او مخکښو ماشومانو ته یې د ستاینلیکونو او ډالیو ورکړې دا شیبې لا رنګینې کړې وي.

د غبرګولي یا جوزا ۲۴ مه د مور له نړیوالې ورځې سره برابره  ده، دا ورځ هر کال په افغانستان کې د بېلابېلو غونډو، مشاعرو او میندو ته د ډالیو په ورکړې سره نمانځل کېږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *