مورا په افغانستان کې د ښځو اونجونو لپاره د تر ټولوغوره اولوی ښوونیز او تحصیلي بنسټ په توګه فعالیت کوي. اسلامي او افغاني ارزښتونو او د ښوونې او روزنې په برخه کې د افغان مېرمنو تاریخي محرومیتونو ته په کتو سره د ښځو د پوهې او وړتیاوو د کچې لوړول ترڅو وکولای شو کم تر کمه یوه داسې ټولنه ولرو، چې په هره کورنۍ کې یوه لوستې مور وجود ولري. مورا په بیلابیلو کچو سره ( وړکتون، لومړنیو زده کړو، ثانوي، نیمه لوړو او لوړو زده کړو) د ټولنې ځپلي پوړ ( ښځو) ته ښوونه او روزنه وړاندې کوي، تر څو افغانې مېرمنې نورې د ښوونې او روزنې له نعمت څخه بې برخې و نه اوسي.