banner4

د افغان میرمنو د روغتیایي زده کړو انسټیټیوټ د ښځو لپاره د روغتیایي زده کړو د زمینې د برابرولو لپاره په هېواد کې فعالیت کوي.

څانګې:

  • عالي قابلګي  ( ۲ کاله)
  • عالي نرسنګ ( ۳ کاله)
  • درمل جوړونه ( ۲ کاله)
  • د غاښونو پروتېز  ( ۲ کاله)
  • روغتیایي ټکنالوژي ( ۲ کاله)
  • انستیزي ( ۱ کال)
  • رادیولوژي ( ۳ کاله)
  • فزیوتراپي ( ۳ کاله)

یاد انسټیټیوټ د آسیا په کچه د لومړي ځل لپاره د قابلو د نړیوال بنسټ د نړیوالو معیارونو سره سم تدریس کوي.

د نرسنګ او قابلګۍ له  بشپړیدو څخه وروسته که محصل غواړي انستیزي ولولي نو باید دوه کاله عملي زده کړې (پرکتیک پړاو) وکړي او له هغه وروسته یو کال انستیزي پړاو تر سره کوي، تر څو په پای کې محصل د یو انستیزست په توګه فارغ کړي.

همدارنګه د محصلینو د عملي زده کړو لپاره یو مجهز روغتون هم پر پام کې نیول شوی دی.